پينځو ولایتونو کې ۳۰ کسان نیول شوي او لسګونه میله وسلې ضبط او وموندل شوې دي
د تخار د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۰ تنه د ځورونو، دوه غله او څلور تنه د اخلاقي بې لاریو په تړاو نیولي دي.
په همدې وخت کې؛ ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې درې غله او دوه تنه د نشه یې توکو د خرڅلاو په تړاو د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ پولیسو نیولي دي.
دغه راز، جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د کندهار ښار په څلورمه ناحیه کې دوه تنه د غلا په تړاو نیولي دي. همداراز، یو تن په سپين بولدک کې د ګرانبیه ډبرو د قاچاق په تړاو او درې تنه د هلمند مرکز لښکرګاه کې د اوسپنې د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
له بل لوري، د بلخ د امنیه قومنداني تروریزم سره د مبارزې پولیسو په وروستیو دوه اونیو کې ۵۴ میله کلاشینکوفونه، ۱۲ میله تفنګچې، یو میل راکټ، درې میله ایم ۱۶ او ځينې نور پو ځي تجهیزات چې د یاد ولایت په مرکز ولسوالیو کې خلکو په کورونو کې ناقانونه ساتلي وو، ضبط او ترلاسه کړي دي.