۶ ولایتونه؛ د نشه یي توکو شپږ کارخونې ترلاسه او ۲۰ کسان نیول شوي

moi-af
Sun, Jul 09 2023 11:23 AM
sfff

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې په غور ولایت کې د نشه یي توکو پینځه کارخونې له منځه وړي او اته کسان یې په تړاو نیولي دي. 
همداراز؛ یادو پولیسو د نشه یي توکو یوه کارخونه په سمنګان ولایت کې له ۴ زره کیلو اومانو سره موندلې او دوه تنه یې په تړاو نیولي دي.
 دې ته ورته غزني کې پولیسو ۴۲۰ کیلو اومان بوټي ترلاسه او سوځولي دي.
په همدې وخت کې؛ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو دیادو توکو د خرڅلاو په تړاو ۶ تنه په هرات، دوه په ارزګان او دوه تنه په پلازمېنه کابل کې له زیاتې کچې نشه یي توکو، چې شېشه، پوډر، چرس او نشه یي ګولۍ وې، نیول شوي دي.