پولیس؛ ۵۶ تنه د پلازمېنې په ګډون په ۱۰ ولایتونو کې نیول شوي

moi-af
Thu, Apr 20 2023 12:25 PM
adfadfadfa

۵۶ تنه د غلا، وژنو، اسنادو جعلي کولو، ځورونو، قاچاق او نورو جرمونو په تړاو په پلازمېنه، تخار، بلخ، غزني، ننګرهار، هرات، کندهار، لغمان او پکتیکا کې نیول شوي دي.
له ډلې یې؛ د کابل جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو نهه تنه غله او یو کس د اسنادو جعلي کولو په تړاو نیولی دی. دې ته ورته، تخار کې شيږتنه د ځورونو، یو قاتل، دوه تنه د وهلو ډبولو او دوه تنه د اخلاقي بې لاریو په تړاو، کندز کې په تېره یوه اونۍ کې ۱۴ کسان د جنایي جرمونو په تړاو، درې وسله وال غله په بلخ، اته کسان په غزني کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو، ننګرهار کې یو کس اسنادو د جعلي کولو، یو تن د ناپاکو غوښو د پلور او یو تن د قیمتي ډبرو د پلور په تړاو نیول شوی دی. همداراز، کندهار کې دوه تنه د ۳۰۰ زرو پاکستانۍ کالدارو په ارزښت سرو زرو او ۶۰ زره نغدو افغانیو د غلا په تړاو، دوه غله په لغمان او یو غل په پکتیا ولایت کې نیول شوی دی.