په ۳ ولایتونو کې؛ د ۳۰ تنو په نشه روږدو کسانو درملنه شوې او ۳۲ تنه د درملنې په موخه روغتون ته لیږدول شوي

moi-af
Tue, Jun 06 2023 5:05 PM
gtyh

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۳۰ تنه په نشه روږدي کسان چې څو موده مخکې د بغلان ولایت د پلخمري له ښار څخه راټول شوي وو له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل.
دغه راز، ۲۲ تنه په نشه روږدي کسان د فاریاب ولایت له اړونده سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه د یاد ولایت د ترک اعتیاد روغوتونونو ته لیږدول شوي.
په همدې حال کې، ۱۰ تنه په نشه روږدي کسان د لغمان ولایت له مهترلام ښار څخه راټول او د درملنې په موخه ۱۰۰۰ بستریز روغتون ته لیږدول شوي.