۲۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول شول
امنيتي ځواکونو دغه کسان د غلا، وژنو، قاچاق، اخلاقي فساد او نورو جنايي جرمونو په تړاو په نيمروز، کندز، پکتيکا او پلازمېنه کابل کې نيولي دي.
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې اته تنه د مسو د قاچاق په تړاو، دوه غله، دوه تنه د اخلاقي فساد او يو تن د جنګ کولو په تړاو نيولي دي.
دغه راز، د کندز ولايت دامنيه قوماندانۍ امنيتي ځواکونو د کندز ښار په درېيمه حوزه او قلعه ذال ولسوالۍ کې ٩ تنه؛ د غلا، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تړاو نیولی دی.
بل خوا، د پکتيکا ولايت په چهارباران، ارګون او سروبي ولسواليو کې پوليسو درې تنه د غلا په تړاو، يو تن د شخړې او یو بل تن د لاسي بمونو د غورځولو په تړاو نيولي دي.
دغه راز، د کابل د امنیې قومندانۍ امنيتي ځواکونو د کابل ښار په ١٩مه ناحيه کې دوه تنه د غلا او شوکو په تړاو نیولي دي. دغو کسانو د کابل – جلال اباد پر لویه لار خلک په موټرو کې د نشه یي توکو په واسطه بې هوښه کول او بیا یې ترې پیسې او نور مالونه لوټل.