۱۱ولایتونو کې؛ شاوخوا ۶ زره او ۱۷۴ جریبه د کوکنارو کروندې اړول شوي

moi-af
Sun, May 21 2023 11:48 AM
ded

د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوام، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو تېره ورځ په څو جلاو عملیاتو کې د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې ۶ زره او ۱۷۴ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
له منځه یې، ۴۳۰۷ جریبه د بدخشان ولایت په ارګو، تشکان، جرم او یفتل پایان ولسوالیو، ۱۰۶۱ جریبه د ننګرهار ولایت به اچین او نازیان ولسوالیو، ۲۱۰ جریبه د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالیو، ۵۵۳ جریبه د تخار ولایت په رستاق، فرخار او نورو اړوندو سیمو، ۳۰ جریبه په زابل، ۷ جریبه په لغمان او ۶ جریبه د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې له کوکنارو پاکه شوې ده.
دغه راز، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په ارزګان، کابل، کاپيسا او پروان ولایت کې سلګونه جریبه کوکنار اړولی دي.