۶ ولایتونه؛ ۱۵۶۹ جریبه د کوکنارو کروندې اړول شوي

moi-af
Wed, May 17 2023 12:09 PM
cdvcfvg

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په هیواد کې د نشه یي بوټو د کروندو د له منځه وړلو په دوام ۱۵۶۹ جریبه ځمکه د هیواد په شپږو ولایتونو کې له کوکنارو پاکه کړې ده.
له منځه یې، ۱۱۰۰ جریبه د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ، ۱۶۳ جریبه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ، ۲۲۲ جریبه د تخار ولایت په رستاق، کلفګان او دشت کلا ولسوالیو، ۴۷ جریبه په کنړ او ۳۷ جریبه کوکنار د کاپیسا ولایت په نجراب او تګاب ولسوالیو کې اړول شوي دي.