قاري ګل حیدر شفق جوزجان ته د نوي والي په توګه ورپېژندل شو

نوموړی نن په یوه رسمي غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ معینیت مرستیال مولوي مخدوم عبدالحق له لوري د یاد ولایت ځایي مسوولینو او ولایتي چارواکو ته ورپېژندل شو. ښاغلي مخدوم په نظام کې تغیر او بدلون اصل یاد کړ او زیاته یې کړه، چې هر مسوول باید خپل مسولیت په امانتدارۍ او اخلاص سره ترسره کړي. دغه راز د جوزجان ولایت د پخواني والي قاري محمد اسماعیل راسخ کړنې هم وستایل شوې.