په ۶ ولایتونو کې؛ د نشه یي توکو یوه کارخونه له منځه لاړه او ۷ تنه نشه يي توکو د لیږد او خرڅلاو په تړاو ونیول شول

moi-af
Sat, May 13 2023 8:59 AM
vbhgn

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د غور ولایت په چهارسدې ولسوالی کې د نشه یي توکو یوه کارخونه کشف او وسوځول شوه او ۴ تنه د ۳۵ کیلو چرسو او ۲ کیلو تریاکو د لیږد په تړاو په پروان ولایت کې، یو تن د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په هرات کې او دوه تنه نور د نشه یي توکو د خرځلاو په تړاو په هرات او بامیانو ولایتونو کې نیولي.
دغه راز، ۴ تنه په نشه روږدي کسان د لغمان له مهترلام څخه راټول او د درملنې په موخه ۱۰۰۰ بستریزه روغتون ته ولیږدول شول.