امنیتي پولیسو؛ په اوو ولایتونو کې ۳۸ تنه نیولي
د پولیسو ځواکونو، ۳۸ تنه د غلا، تښتونې، غیر قانوني وسلې ساتلو، دوکه بازي او اخلاقي فساد په تړاو د خوست، بله، کابل، هرات، غزني، بغلان او کندز په ولایتونو کې نیولي.
له دې ډلې، ۷ تنه د بیلابیلو جنایي پیښو په تړاو په بلخ، ۵ حرفه یي غله په کابل، دوه تنه د دوکه بازی، یو غل او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په هرات کې، یو تن د تښتولو او موټرو د غلا په تړاو په بغلان کې او دوه تنه غله یې په کندز او غزني ولایتونو کې نیولي.
په همدې حال کې، د ترهګری سره د مبارزې پولیسو، ۵ میله کلاشینکوفونه، دوه میله پیکا، یو میل راکټ انداز، ۵ میله تفنګچې، په سلګونه فیره د کلاشینکوف او پیکا مرمی، د هاوان څلور فیره مرمی او یو شمیر نور نظامي توکي د خوست په ولایت کې کشف او ضبط کړي او ۱۸ تنه یې د پیښې په تړاو نیولي.
بل لورته، دری تنه د مردارو غوښو د خرڅلاو، دوه تنه د نشه یي توکو د استعمال او دوه تنه نور د اخلاقي فساد په تړاو په بلخ ولایت کې نیول شوي.
په همدې توګه، د جنایي پیښو سره د مبارزې پولیسو، ۵ تنه مسلکي غله د یوه شرکت څخه د ۵۰۰ بیلرو اوبو د غلا په تړاو په کابل کې، یو تن یې د یوه بندي د تښتولو په تړاو په غزني او یو بل تن یې د غلا په تړاو په کندز کې نیولی.
د یوه بل خبر له مخې، دوه تنه د نیږدې ۶ زره ډالرو د دوکه بازی په تړاو، یو غل د یوه عراده غلا کړل شوي موټرسایکل او دوه تنه نور د اخلاقي فساد په تړاو په هرات ولایت کې نیول شوي، په همدې توګه یو تن د یوې ښځې د تښتولو او د یوه عراده موټر د غلا په تړاو په بغلان ولایت کې د پولیسو ځواکونو له لوري نیول شوی.