په 11 ولایتو کې شا و خوا دوه زره جریبه ځمکه د کوکنارو له کروند و پاکه شوې
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵۹۱ جریبه ځمکې د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړې.
له دې ډلې، له ۹۰۰ جریبه ځمکې څخه زیاته د تخار په ولایت کې، ۳۵۰ جریبه د بدخشان په کشم کې، ۱۷۶ جریبه د ننګرهار په اچین او نازیانو کې، ۱۳۴ جریبه د فاریاب په ولایت کې، ۱۵ جریبه د نورستان په وانټ وایګل کې، ۷ جریبه د لغمان په علینګار کې او ۴ جریبه ځمکه د دایکنډي او ارزګان په ولایتونو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، په سل ګونه جریبه ځمکې په کابل او هرات، لسګونه جریبه ځمکې یې د تاله او برفک او ۵ جریبه یې د بغلان په دوشي ولسوالی کې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړي.