۴ ولایتونو کې؛ ۱۰۰ تنه روږدي راټول او ۸ تنه د نشه یي توکو د پلور تړاو نیول شوي

نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۱۰۰ کسه په نشو روږدي د جلال اباد ښار له بېلابېلو څنډو راټول او د درملنې لپاره یې د ننګرهار د روږدو ۱۵۰ بستریز روغتون ته لېږدولي دي.
همدارنګه، نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د یادو توکو د خرڅلاو په تړاو ۵ کسه په هرات، دوه کسه په بامیان او یو تن په کندز ولایت کې نیولی دی.