په ۱۲ ولایتونو کې؛ له ۸۰۰ جریبه ځمکې څخه زیاته د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې

moi-af
Sun, May 07 2023 9:50 AM
njkmm

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې ۸۳۰ جریبه ځمکه د هیواد په ۱۲ ولایتونو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
له دې ډلې، ۳۴۱ جریبه ځمکه د بدخشان په کشم ولسوالی کې، ۲۱۰ جریبه د تخار په اشکمش او روستاق ولسوالیو کې، ۱۵۲ جریبه د ننګرهار ولایت په سپین غر او نازیانو کې، ۵۰ جریبه ځمکه د قندز ولایت په اړونده سیمو کې، ۳۵ جریبه د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالی کې، ۳۰ جریبه ځمکه د لغمان په علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې، ۷ جریبه د کاپیسا په کوه صافي کې، ۶ جریبه په لوګر کې، له ۴ جریبه څخه زیاته ځمکه د سمنګانو په ایبک ښار کې او له یو جریب څخه زیاته د دایکنډي ولایت په اړونده سیمو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې.
دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، په ‍۱۰۰ ګونه جریبه ځمکه د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالی او ۱۰۰ ګونه جریبه نوره ځمکه یې د هرات ولایت په اوبې، رباط سنګي، زنده جان او ګذرې ولسوالیو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.