۴ ولایتونو کې؛ پولیسو د پوډرو جوړولو یوه کارخونه سوځولې او ۸ کسه یې د نشه یي توکو د لېږد او خرڅلاو په تړاو نیولي

نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د پوډرو جوړولو یوه کارخونه د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې له منځه وړې ، دوه تنه یې د ۳۲ کیلو شيشې او یوبل کس یې له ۷ کیلو شیشې سره په لغمان ولایت کې نیولی دی.
همداراز، ۴ کسه د شرابو او نشه یي ګولیو د خرڅولو په تړاو په کابل او یو تن په بغلان ولایت کې د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیول شوی دی