په ۹ ولایتونو کې؛ له ۳۶۰ جریبه ځمکې څخه زیاته د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه

moi-af
Wed, May 03 2023 10:12 AM
   ccccc

د نشه یي بوټو د لمنځه وړلو د کمپاین په لړ کې، دا ځل د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، له ۳۶۰ جریبه ځمکې څخه زیاته د هیواد په ۹ ولایتونو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه.
له دې ډلې، ۲۳۵ جریبه د دوو ورځو په لړ کې، د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالی کې، ۹۳ جریبه د ننګرهار په کوټ، هسکه مینه او اچین ولسوالیو کې، ۲۵ جریبه د سرپل په ولایت کې، ۶ جریبه په کنړ ولایت کې او ۲۲۹۶متره مربع ځمکه د خوست په ولایت کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د دایکنډي، بادغیس، ارزګان او کاپیسا په ولایتونو کې یوه اندازه ځمکې د نشه یي توکو له کښت څخه پاکې کړې دي.