له ۷ ولايتونو؛ ۴۰ تنه په نشو روږدي راټول او ۱۱ تنه د نشه يي توکو د خرڅلاو په تړاو نيول شوي

moi-af
Tue, May 02 2023 11:38 AM
رررر

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۲۰ تنه په نشه روږدي کسان د بلخ ولایت او ۲۰ تنه نور د دایکنډي له مرکز نیلي ښار څخه راټول او د درملنې په موخه یې روغتونونو ته لیږدولي.
دغه راز، د نشه یي توکو یوه کارخونه په کابل کې کشف او یو تن یې په اړه نیول شوی، ۷ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په هرات کې، او ۳ تنه د نشه یي توکو کارو باریان په میدان وردګو، سمنګان او کنړ کې نیول شوي.