د پولیسو پنځه منسوبین د کورنیو چارو وزارت له وروستۍ امریې د سرغړونې په تړاو له خپلو دندو ګوښه شول.

د افغانستان اسلامي جمهوري؛ د کورنیو چارو وزارت، د کاپیسا، پروان، د پروان د روزنیز مرکز او د میدان وردګو د روزنیز مرکز پنځه منسوبین د دې وزارت؛ له وروستۍ امریې د سرغړونې او بې پروایۍ له امله، له خپلو دندو ګوښه کړل.
دا منسوبین بې له دې چې د اوپراسیون ریاست په جریان کې پرېږدي؛ کابل ته دننه شوي او له همدې امله له خپلو دندو ګوښه کړل شول.
کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا د ملي پولیسو ټولو ځواکونو ته لارښوونه کوي، تر څو د پولیسو هغه وسایط چې له ولایتونو څخه کابل ته دننه کېږي؛ یوه ورځ دمخه دې د دې وزارت د پلان او اوپراسیون عمومي ریاست ته د خپل سفر موخه او د موټر اړوند مالومات ورکړي، تر څو د دې ریاست له لارې د کابل له دروازو سره همغږي وشي.
د کورنیو چارو وزارت له دې امریې او نورو امریو د سرغړونې او بې پروایې په صورت کې به؛ له سرغړوونکو سره جدي او قانوني چلند وشي.