په اوو ولایتونو کې؛ له ۱۱۵ جریبه ځمکې څخه ډیره د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه

moi-af
Thu, Apr 06 2023 2:54 PM
jukjh

د کوکنارو کښت د لمنځه وړلو د کمپاین په لړ کې، د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۵۰ جریبه ځمکه د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې، ۳۰ جریبه د کنړ په شیګل او څوکۍ کې، ۲۰ جریبه د زابل په اټغر، شهر صفا او شنګی کې، ۱۵ جریبه د لغمان په مهترلام او علیګار کې او ۴۰۰ متره مربع ځمکه یې د فاریاب ولایت په چهلګزي سیمه کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
دغه راز د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د بغلان او فاریاب ولایتونو په خنجان او ګرزیوان ولسوالیو کې یوه اندازه ځمکې د نشه یي توکو له کښت څخه پاکې کړي.