د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال لوی پاسوال ملا  عبدالحق اخند " همکار" د روسيې هيواد د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې له استازي اوليګ مايونوف سره وليدل.

moi-af
Thu, Apr 06 2023 2:54 PM
اعهابب

د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال لوی پاسوال ملا  عبدالحق اخند " همکار" د روسيې هيواد د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې له استازي اوليګ مايونوف سره وليدل.
په دغه ليدنه کې ښاغلي همکار مايونوف ته د نشه يي توکو د کښت مخنيوي، روږدو راټولولو، درملنې او هغوی ته د حرفوي زده کړو په هکله معلومات ورکړل.
ښاغلي مايونوف مننه وکړه او د نشه يي توکو سره د مبارزې په هکله يې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.