۲۰ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي

moi-af
Mon, Feb 27 2023 1:16 PM
dsgf

د جنايي جرمونو په وړاندې مبارزې پولیسو دغه کسان د غلا، انسانتښتونو او شراب څښلو په تړاو په کندهار، ننګرهار، کندز، فراه او هرات کې نیولي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کندهار ښار په ۱۲ مه ناحیه کې ۵ تنه د غلا او په ۵ تنه د شراب څښلو په تړاو نیولي دي.
په ورته وخت کې، ننګرهار ولایت کې یو تن د کورنیو چارو وزارت د اسنادو د جعلي کولو او یو بل تن په دغه ولایت کې د قیمتي ډبرو د ناقانونه لیږد په تړاو نیول شوی دی.
له بل لوري، کندز کې یو تن د یو ۳ کلن ماشوم د تښتولو په تړاو او یو غل د کندز ښار په ۶ مه ناحیه کې نیول شوی. همدارنګه یو تن د فراه ولایت په مرکز  ښار څلورمه ناحیه کې یو تن له یو کوره د څه د پاڅه ۱۷ زره افغانیو د غلا په تړاو نیول شوی دی.
په یو بل خیر کې، د کابل د امنیه قومندانۍ پولیسو یو غلا شوی موټر د کابل ښار په ۱۲ مه امنیتي سیمه کې کشف او خاوند ته یې سپارلی دی.