۷ ولایتونو کې؛ ۲۴ تنه د نشه یي توکو د لیږد او خرڅلاو په تړاو نیول شوي

moi-af
Sun, Feb 26 2023 12:52 PM
ssss

د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو د هیواد په ۷ ولایتونو کې ۲۴ تنه د نشه يي توکو د پلور او لیږد په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، ۹ تنه په هرات کې د نشه يي توکو د خرڅلاو په تړاو، ۵ تنه په خوست، ۳ تنه په کندهار، درې په پروان، ۲ تنه په پکتیا او یو تن په بامیانو کې نیول شوی دی.
همدارنګه، د غور ولایت په چهار سده ولسوالۍ کې دوه زره او ۵۰۰ کیلو د اومان ناوړه بوټي سوځول شوي او درې تنه د ۵۰ کیلو نشه یي توکو د ليږد په تړاو په همدې ولایت کې نیول شوي دي.