دلیل دجرم دثبوت وسیله

لیکوال: پوهنیار حکیم الله (کوچی)
موضوع: دلیل دجرم دثبوت وسیله:

سریزه:
لکه څرنګه چې په کشفي او څيړنیزو پړاونو کي لیدل کیږي، د جرم او ګناه د ثابتولو او ښکیلتیا په موخه  یوې داسي وسیلې ته چې دشخص په ښکیلتیا دلالت وکړی اړتیاده، د دلیل شتون او وړاندی کول په حقیقت کي له یو پټ او پوښلې شی او یا عمل څخه د پردې پورته کولو، بربنډولواو معلومولو په معنی ده، اوطبعآ اړونده اداراو او مسولینوته لارښوونه کوي، چی کوم شخص په کوم عمل کی په کومه اندازه ښکیل او یا هم ترې ناخبره دی. 
دلیل چی په خپلواک ډول د جرم د اثبات دوسیلې په توګه پیژندل شوی، اړینه ده تورن یا شکمن کس د مظنون پیژندلوپه موخه لمړۍ د اثبات دللایل وپیژنو او ورپسی بیا د افغانستان وضعی قوانینو ته سرورښکاروکړو، چی کوم موارد یې دجرم داثبات د دلیل په ډول وړاندې کړي دي.
 دلیل: دلیل عربی کلمه ده، چې ادله،دال او دلایل په ډول په وینا کی ترسترګو کیږي، ادله چی فاعل یې دلیل دی، په لغوی معنی کې د لارښونه کول، لارښود او د لیل ویلو په  معنا دی. په دوه ډوله یې جمع کولی شو، یو یې ادله او دلایل، د ادله مفرد دال او دلایلومفرد دلیل دی.
په اصطلاح کې یې دوه ډوله تعریف کولی شو.  
فلسفي او حقوقی؛ په فلسفي ډول دلیل ټول هغه تاریخي واقعات اثاراو مدارک چي دیو شی په شتون دلالت وکړي، شامل دي. د بیلګې په ډول: په مصرکی د احرامونو شتون او یا افغانستان کې د بودا او داسی نورواثارو شتون ددواړو هیوادونو د تارخي لرغونتیا لپاره دلیل کڼل کيږي.
په حقوقی او جزایې ډول: دلیل هرهغه  څه دی، چې وجود یې د یو شي په وجود دلالت وکړي.
مثلا:د لوګي شتون د اور په موجودیت دلیل دی، یا د وريځ شتون د باران په اورښت د لیل دی او داسی نور.
پورتني متن ته په کتو دي پایلې ته رسیږو، چی دلیل هم لکه د جرم غوندې دبشریت له اوله سره شتون درلود، چی تاریخچه یې دادم علیه سلام او همداراز د هغه د اولادې، هابیل اوقابیل، چې دځمکې پرمخ دلمړي ځل لپاره د یو دلیل په اساس په ګناه اوجرم تورن شول.
دلایل په حقوقی او جزایې لحاظ  بیلابېل مراحل؛ لکه:
 دقبایلي ريیسانو یا مشرانو مطلق اختیار او واک: په دې پړاو کې ټول واک دقبیلې له مشر سره وي، هرڅوک، چي به دده له لوري ګناهکار وپیژندل شول، دګناه داثبات لپاره د لیل ګڼل کېده.
 ایزدي ازموینه او امتحان: دي مرحلې که به مجرم ته سخته سزا ورکول کیده، که به یې سزا تحمل کړای شوای نو د بې ګناهۍ دلیل وو، که به یې سزا ونه شوای زغملای نوبیا ګناه ګڼل کېده.
 قانوني دلایل: دې پړاو کې ټول دلایل مخکي له مخکي په قانون کې پیژندل کېدل او قاضی له قانون سره سمه پریکړه کوله.
 د قاضی د وجدان قناعت: دغه مرحله کي ترڅو، قاضی وجدانا قناعت نه وي کړی، هیڅ دلیل نه منل کیږي.
 علمی ادلې پړاونه: دې پړاو کې علم اوتخنیک خورا پرمختګ کړی او د ګناه د پیژندلو لپاره نور وسایل اوتخنیک پّ واک کې شته: لکه د عدلي طب، بالستیک، کرمنالستیک، ریکارډ، عکاسي اوداسې نور پړاونه یې  طی  کړي دي، ددې پړاونو لنډه یادونه همدومره بسنه کوي. تفصیلی یادونه به یې ددې مقالې له ظرفیت څخه لوړه وي.
دجزایې اجراآتو قانون چي په ۱۳۹۳ کي تصویب شوي دی په نولسمه ماده کي، یې دجرم د اثبات دلایل په لاندي ډول پیژندلي دي:
د جرم د اثبات دلايل عبارت دي له:
۱- د تورن اقرار.
۲- د شاهدانو شهادت.
۳- سندونه.
۴-  په صف كې پهمخامخ د مظنون پېژندل.
۵- نښې. لاندې نښې په تخصصي كتنو كې د اهميت د درجې  په پام كې نیولوسره دمادی ادلې په توګه ګڼل کیږي.
•    غږیز او تصویري نوارونه
•    دګوتو نښې او داسی نور
قانون ایښودونکي پنځه ډوله  د دلیل پّ صفت دجرم د ثبوت په موخه ښودلي دي او دهغوی ترمنځ یې هم په ضعیفه او قوي دلایلو تاکید کړیدی، لکه څرنګه چي په درویشتمه ماده کی وایی(محکمه دنفی او اثبات دلایل ارزوي، دهغودپیاوړتیا اوضعف دمراتبوپه پام کې نیولوسره ، خپل حکم دقانوني اعتباروړ مرجع د دلایلوپه وړاندې کولو صادروي) دیو د دلیل د پياوړتیا او ضعف په موخه چي قانون ورته اشاره کړیده لازم ګڼم ترڅو هریو له دغو دلایلو،په ځانګړی ډول وپیژنواو په اړه یې معلومات حاصل کړو.
لومړی: اقرار: په لغت کي داعتراف، حقیقت ویلو او بیان په معنی ده، په فقهي اصطلاح کې دحق د ثابتولو بیانول دي، که ځه هم دځان په تاوان او بل په ګټه وي.
اویا هم اقرار د تورن کس اعتراف دی، چې د جرم د ښکیلتیا په اړه په خپله رضا له اکراه پرته په داسې حال کې، چي دصحت اوعقل څښتن وي د واک لرونکي محکمي مخ ته یې وړاندې کړي.
داچي د اقرار سره جوته د اعتراف کلیمه هم کاریږي لازمه یې ګڼم ترڅو داقرار او اعتراف په هکله څه ووایم ( اقرار او اعتراف په لغوي لحاظ کوم توپير نه لري خو په حقوقی لحاظ یې توپيرونه په لاندي ډول بیانیږي: داقرار ځای مشخص وي لکه محکمه، داقرار وخت ټاکلی وي، لکه دولتي رسمیات، داقرارمخاطب ټاکلی وي، لکه قاضي، خو داعتراف ځای څو کیدلی شي، لکه کور،بازار، دښته اوداسی نور. په دې معنی چې ممکن یوشخص په کور، بازار اویا دښته کې  ونیول شي او هلته اعتراف وکړی.
همدارنګه داعتراف وخت هم مختلف دی، ممکن شخص دشپې یا دورځی او یا بهر له رسمیاتو څخه ونیول شي او هلته اعتراف وکړی.
اوبیاهم داعتراف مخاطب نامعلوم دی،  لکه پولیس، څارنوال اویا بل څوک واوسي. بالاخره دي پایلې ته رسیږو چي اقرار د جرم د پیژندلو لپاره خورا له ارزښته ډک دلیل دی. همدارنګه اقرار او اعتراف دواړه هغه حقوقي بحثونه دي، چي یوازي په تشریفاتي توګه یې توپيرونه موجود دي، اعتراف ددوسیې په تحریک او اقرار دجرم په اثبات کي ارزونکی رول لوبوي.
اقراریوسلسله شرایط هم لري لکه (دمقرر یعنې اقرارکونکی شرایط:عاقل، بالغ او مختار) شرایط چې په مقرربه یعنی داقرارپه موضوع پوری اړه لری، نوموضوع به مستحیله نه وي. او شرایط چي په مقررله یعنې داقرارڅخه ګټه پورته کونکي پوري اړه لري: مقرله باید انسان وي او معلوم وي.
دوهم: شهادت: شهادت په لغوی ډول له مشاهدې، لیدل او تماس لرلوڅخه عبارت ده، په اصطلاح کې شهادت دحق دثابتولو بیانول دي، په دې توګه ، چې دیو په ګټه او دبل په تاوان وي، چې قضا کې پرې شاهداان شاهدي تیره کړي.
اویا شهادت هغه وینا او اظهارات دي، چي یو کس د قضیې د څیړلو په مهال په ځانګړی توګه دیوې مشخصي پېښې په وخت یې واوري او یا وویني او دمحکمي په حضورکې یې دسوګند په ادا کولو سره ووایې.
شهادت هم داقرار په شان شرایط او رکنونه لري، چي په تفصیل یې په دې مقاله کې نه راځي. دلته یوازې دشهادت ډولون غواړوبیان کړو:
۱ – شهادت بالامعاینه (لیدل) یعنې اکثریت جرمونه یا فعلي دي او یا قولي وي، چي فعلي یې دلیدلو په واسطه کیداي شي، هغه مهال چې ادا دشهادت  پرې وشي، لکه زنا، شراب څښل، قتل....
۲ – شهادت باالسماع(اوریدل) په قولي جرایموکي لکه قذف، ښکنځل.....  چې واوریدل شي او شهادت  پرې تیر شي.
۳ – شهادت له شهادته(دریم تن) کله چي یو شخص دبل شخص له قوله شهادت وایي، لکه دنکاح په اړه او داسې نور، دا دول شهادت د ډیر اعتبار وړ نه دی او په حدودي جرایموکي بیخي د منلو نه دی.
دریم اسناد: اسناد هم دنوروپه شان لغوي او اصطلاحي لري، په لغت کې د اثبات، مدرک اوثبوت په مفهوم دی، په اصطلاح کی هم پراخ او محدود مفهوم لري. 
په  پراخ ډول یې معنی، په ټولنيزوعلوموکي کارول کیږي او  په یو شي دلالت کوي، مثلآ دغزنی ولایت تاریخي منارونه دافغانستان په تاریخي قدامت دلالت کوي اوداسی نور...
په محدود ډول یې معنی له هرې هغې لیکنې عبارت ده، چې ځانګړي اشارې اوسمبولونه وړاندې کوي، چي د یوې موضوع داثبات لپاره یې کافي معلومات لرونکي وي.
څلورم: په صف كې مخامخ تورن پېژندل: صف چې  د افغانستان په وضعي قوانینوکې هم چندان سابقه نه لري د جرم داثبات یو داسې دلیل دی، چې کشفی اوتحقیقي مامورین یې دشخص د دقیقې پیژندنې په موخه کاروي. څو ورته افراد  تورن سره یوځای په یو صف کې ودروي او مجنی علیه ته د هغه د پيژندلو حق ورکوي، چي ترډیره بریده یې ښه پایله هم نه ده درلودلی.
پنخم: قراین (نښې): دقریني جمع ده او په لغت کې دعلامې، نښې او نقطې په معنی ده، په اصطلاح کي قرینه  د یوظاهری علامې یا نښې په مانا ده ، چي دلالت په اثبات دیو باطني شي وکړی.
قراین د نورو ډولونو ترڅنګ په قاطعه (قانوني) او مستنبطه (قضایي) قراینو تقسیمیږي، قاطعه قراین هغه دي چي ضد یې نه وي، لکه دانسان په وینه کي دالکولو نښې، مګر که ډاکتر ووایي، چي الکول نشته .
استنباطیه قراین: ظاهری وجود یې قاطع نه بلکه دیوي قضیې دجریان او سربیره د قاضی داستنباط په پایله کي لاسته راتلای شي.
پایله: 
څرنګه چې څرګنده ده پولیس په لومړنۍ مرحله کې د جرم او مدارکو د راټولولو دنده په غاړه لري، همدارنګه څارنوال دحقیقت موندلو او تحقیق او قاضی د عدالت د تآمینولو مسول دی. د درې واړو مسولینو(پولیس، څارنوال اوقاضی) وروستۍ موخه دجزایي عدالت منځته راتلل او ټولنیزامنیت تامینول دي، چي په دی لړۍ کې ترهرڅه لمړی باید د هېواد دوګړو(اتباعو) حقوق رعایت او پوره درناوی یې وشي، له شکه پرته کله د تورن هغه حقوق، چي دین او قانون ورته ورکړیدي د قضایي ارګانونو له طرفه رعایت شي، هیڅ کله به د دولت او ملت ترمنځ واټن پیدا نه شي اوشته ستونزي به هم حل شي.
داچي موږ د جرم دکشف، حقیقت موندلو او عدالت  ټینګولو خبره وکړه نو دا سترمسولیتونه یوازې د بشپړې  بی طرفۍ، علمي اومسلکي لارواو دلایلو را ټولولو په صورت کي امکان لري، او همداراز د اثبات دلایل دي، چي دجزایې عدالت دستګاه سره مرسته کوي، ترڅو هغه غوښتنه چې د عدالت د تامین لپاره ده لاسته راشي او بالاخره هغه موخه چې د جزا فلسفه یې غواړي، چې هیڅ ګناهکار باید بې مجازاتو پاته نه شي او هیڅ بې ګناه باید مجازات نه شي، ترلاسته شي.

سرچینې:
۱ –عدلیې وزارت، اجراات جزائی قانون، تصویب کال 1393
۲ – رسولی محمداشرف،شرح وتوضیح قانون اجرآت جزایی،کال،۱۳۹۴
۳ – کتاب رهنمابرای قضات افغانستان،شرح سلوک قضایی واجرآت جزایی پیشین،ص۵۱۶
 ۴ - انصاری ولی الله،کشف علمی جرایم،چاپ سوم.
۵ - ستانکزی محمدظریف، اصول محاکمات و اجراآت جزایی۱۳۹۴