۱۸ تنه د ناقانونه لېږد، وژنو، غلا، زیان رسولو او اخلاقي بې لاریو په تړاو په کندهار، ننګرهار،فراه، خوست او غزني کې نیول شوي دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولايت په شورابک ولسوالۍ کې د ۴۸۵ سره پسونو ګاونډي هېواد پاکستان ته د ناقانونه لېږد مخنيوی کړی دی.
په ورته وخت کې، دوه تنه د قیمتي ډبرو د ناقانونه لېږد په تړاو، دوه تنه د ناقانونه انساني لېږد(قاچاق) او یو بل تن د ۳۰ زره افغانیو بډو اخیستو په تړاو د جلال اباد ښار په لومړۍ،اوومې او اتمې امنیتي سېمه کې نيول شوي دي.
له بل لوري، د فراه ولایت د جنايي پېښو په وړاندې د مبارزې پولیسو یو وژونکی، چې درې ورځې وړاندې یې د یاد ولایت مرکز کوکشیب سیمه کې له یو سړي سر پرې کړی و او څاه ته یې غورځولی و، نیولی دی.
په یو بل خبر کې، د خوست ښار په دویمه ناحیه کې دوه تنه د غلا او خلکو ازارولو په تړاو او یو بل غل د غزني ښار په دویمه امنیتي سېمه (حوزه) کې پولیسو نیولي دي.
دې ته ورته، پولیسو په کاپیسا کې څلور میله کلاشینکوف، یو میل M16 وسله او ګڼ شمېر پوځي تجهيزات پیدا او ضبط کړي دي.