پوليسو د جنايي پېښو په تړاو لسګونه تنه نيولي
۳۵ تنه د ناقانونه لېږد، غلا، اخلاقي فساد او تېراېستنو په تړاو په کندهار، نیمروز، کندز، کابل، بادغیس، ننګرهار او غور کې نيول شوي دي.
د کندهار د امنيه قومندانۍ منسوبينو پاکستان سره په کرښه د ۵۱۵ پسونو د ناقانونه لېږد مخنيوی کړی، چې په تړاو يې اته تنه د ياد ولايت په "شورابک" ولسوالۍ کې نيول شوي دي.
همداراز پوليسو په همدې ولايت کې ۳ تنه غله د کندهار ښار په دويمه امنيتي سېمه کې نيولي دي.
په ورته وخت کې، ۶ کسه غله د ۵ مېله بېلابېلو وسلو سره د کندز په "علي اباد" ولسوالۍ کې، ۲ تنه غله او ۶ تنه د انساني قاچاق په تړاو په نيمروز کې د پوليسو له لورې نيول شوي دي.
بل خوا، د جنايي پېښو په وړاندې د مبارزې پوليسو يو تن د ۶۰ زره امريکايي ډالرو د غلا په تړاو چې له يوې صرافۍ يې غلا کړي و او يو بل تن د يرغمل کولو په تړاو، چې په لارو کې به يې افغان مسافر يرغمل کول او له کورنيو به يې پيسې غوښتې، دکابل ښار په ۱۷ ناحيه کې نيولي دي.
په يو بل خبر کې، ۲ تنه تېراېستونکي په ننګرهار، ۲تنه په غور کې د اخلاقي فساد، ۴ کسه د غور په مرکز قعله نو ښار په ۵ ناحيه کې خلکو له کورونو د غلا په تړاو، پوليسو نيولي دي.