پلازمېنه کابل کې د انسانتښتونکو څلور کسېزه ډله ووژل شوه
وړمه شپه څلور کسه انسانتښتونکي د کابل ښار د تايمني سېمې اړوند په څلورمه امنيتي سېمه کې
ووژل شول.
دغه انسانتښتونکي هغه مهال وژل شوي، چې غوښتل يې يو ملي سوداګر وتښتوي. ياد کسان د څلورمې حوزې منسوبينو پېژندلي و چې پوليسو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې، په عملياتو کې تښتول شوی کس ته کوم زيان نه دی اوښتی.