د ۹ پاکټه تبلیغاتي موادو (کتابچو،قلمونو،دوسیو،د سفردعاګانو،ګیلاسونو،دیوالي ساعتونو او جنتريګانو) د تړون پروژه
Publish Date
Closing Date
د داوطلبۍ شمېره :MOI1401-S-0022
د کورنیو چارو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د ۹ پاکټه تبلیغاتي موادو (کتابچو،قلمونو،دوسیو،د سفردعاګانو،ګیلاسونو،دیوالي ساعتونو او جنتريګانو) د تړون پروژې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده چاپ شوې شرطپاڼې یو کاپي د کورنیو چارو وزارت تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي،د تدارکاتو قانون،کړنلارې او شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرایطو سره سم د خپل آفرونه په سرتړلي توګه د خبرتیا د نېټې له خپرولو څخه تر ۲۴ تقویمي ورځو پورې د کورنیو چارو وزارت تدارکاتو ریاست ته چې دکابل نړیوال هوایي ډګر په ۸۰ متره سرک موقعیت لري وړاندې کړي،ناوخته رسیدلی او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي تضمین او نقدی ډول د منلو وړ دی چې (۴۵۱۷۰) پنځه څلوېښت زره یوسل اویا افغانۍ کېږې، او د أفر پرانیستلو غونډه د آفرونو د تسلیمۍ مودې له پاي ته رسیدو سره سم په کورنیو چارو وزارت تدارکاتو ریاست کې دایرېږي.
نوټ: د خبرتیا او شرطپاڼې په مندرجاتو کې د هر ډول توپیر په صورت کې د شرطپاڼې مندرجات د اعتبار وړ دي.