د کورنیو چارو وزارت د پالیسې او ستراتیژی معینیت، د پلان او پالیسۍ عمومی ریاست په نوښت یو شمېر تقنیني اسناد او کاري کړنلارې چاپ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې

moi-af
Tue, Nov 15 2022 3:22 PM
sdfs

 نوموړی ریاست د اړونده څانګو او قدمونو کړنلارې، لایحې او لنډمهاله او اوږد مهاله ستراتېژیک پلانونه ترتېبوي، چې  په ورستیو کې یې د یاد وزارت د لارښوونو په اساس یو شمېر کړنلارې ترتیب کړي دي، یادې کړنلارې د کورنیو چارو وزارت د مقام له منظورۍ وروسته چاپ شوي دي.

په دې کړنلارو کې په ترتیب سره د امنیتي حوزو او ولسوالیو د امنیه قومندانیو د اجراتوکړنلاره همداراز، د زغره والو موټرو د جواز صادرولو کړنلاره، همدارنګه د وسلو ګرځولو کړنلاره او دې ته ورته دوسایطو د کارتونو لپاره کړنلاره شامله ده.

د پورته یادو شوو کړنلارو تفضیل په لاندې لینک کې نښلول شوی دی.