د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د یو پایه سیم باکس نیول کېدل.

hakimi-moi
Sun, Jan 13 2019 4:18 PM
0056

ملي پولیسو د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د څلورمې کارتې په لومړي سړک یو پایه سیم باکس، چې ۳۲ سیم کارته ظرفیت یې درلود ونیول.

د عملیاتو پر مهال ۳۲ عدده فعاله سیم کارټونه له نهه قلمو اړونده توکو سره نیول شوي دي، نیول شوي توکي د لا زیات څار په موخه د اترا ادارې ته سپارل شوې دي.د دې قضیې په تړاو یوکس نیول شوی دی.