د ملګرو ملتونو پراختیایي سازمان له افغان پولیسو د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ 

jamil-moi
Thu, Aug 12 2021 11:42 AM

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي سازمان (UNDP) له استازي ښاغلي عبدالله الدارداري سره وکتل. 
جنرال عبدالستار میزکوال د ملګرو ملتونو د پراختیایي سازمان له استازي سره په دې کتنه کې په کورنیو چارو وزارت کې د چارو د پرمختګ په اړه بحث او خبرې وکړې او د ملي پولیسو د ملاتړ په برخه کې یې د ملګرو ملتونو د پراختیایي سازمان له دوامداره مرستو او همکاریو مننه وکړه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي سازمان (UNDP) استازي ښاغلي عبدالله الدارداري هم په کورنیو چارو وزارت کې ترسره شوې چارې وستایلې او له افغان پولیسو سره یې د مرستو او ژمنو د دوام ډاډ ورکړ.