لغمان کې ۱۶ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
Thu, Aug 05 2021 11:00 AM
ل

تېره ورځ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار او همدارنګه د الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو په اړوند سیمو کې پر ترهګرو طالبانو هدفمند بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۶ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو یو شمېر وسایط او تجهیزات هم له منځه وړل شوي دي.