فاریاب کې د ۲۷ ترهګرو طالبانو د مرګ ژوبلې سربېره؛ له دوه موټربم چاودنو مخنیوی شوی

hakimi-moi
Wed, Aug 04 2021 4:07 PM
1

تېره شپه ترهګرو طالبانو غوښتل چې د فاریاب ولایت په خان‌چهارباغ ولسوالۍ کې دوه موټربمونو ته چاودنه ورکړي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یو موټربم شنډ شوی او بل یې له چاودېدونکو توکو سره یو ځای د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته لوېدلی دی.

په دې عملیاتو کې ۱۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.