فراه او غزني کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی
ملي پولیسو په فراه او غزني ولایتونو کې د ترهګرو د څلورو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه د فراه ښار د لومړۍ ناحیې د ملالۍ میوند ښوونځي ته څېرمه او د غزني ولایت په زنخان ولسوالۍ کې ځای پر ځای کړي وو.