د کورنیو چارو ستر امنیتي معین د ملي پولیسو له یو شمېر ځانګړو ځواکونو سره هرات ولایت ته سفر وکړ

د کورنیو چارو ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالرحمن رحمن د ملي پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره یو ځای د ترهګرو طالبانو د بریدونو د شنډولو او د ترورېستانو د ځپلو په پار هرات ولایت ته سفر وکړ.
د کورنیو چارو ستر امنیتي معین به هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو له شتونه د یاد ولایت د پاکولو په موخه چاڼیز عملیات پیل او رهبري کړي.