فراه کې د پولیسو په لیکو کې د ترهګرو طالبانو د نفوذي کسانو له شمولیت څخه مخنیوی شوی

jamil-moi
Mon, Jul 26 2021 11:34 AM
۶

د فراه ولایت پولیسو د فراه ښار په لومړۍ او څلورمه ناحیو کې د ترهګرو طالبانو له دوه نفوذي غړو څخه چې د پولیسو په لیکو کې یې د شمولیت قصد درلود، نیولي دي.
یادو ترهګرو غوښتل چې د ملي پولیسو په لیکو کې شامل شي او له دولتي امکاناتو څخه په استفادې د خلکو په منځ کې په ترورېستي اعمالو لاس پورې کړي، چې د جلب او جذب بهیر په لړ کې پېژندل شوي دي.
د پولیسو څېړنې ښيي چې یاد کسان په فراه ولایت کې د پولیسو د ۷ تنو منسوبینو په شهادت قضیه کې لاس لري.