فاریاب کې د یوه ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي د ترهګرو د توغندیزو بریدونو له کبله شهید او ژوبل شوي
ترهګرو طالبانو نن ماښام د فاریاب ولایت پر مرکز میمنې ښار ۷ ډزه توغندي توغولي، چې په ترڅ کې یې یو ملکي کس شهید او د یوه ماشوم په ګډون دوه نور ټپیان دي.
په دې ترورېستي برید کې ګڼو استوګنیزو کورونو ته زیان اوښتی دی.