د درې صوف ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د ولسوال مرستیال په ګډون د ترهګرو څو مخکښ قوماندانان ووژل شول

د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونونو په ترڅ کې د سمنګان ولایت درې صوف بالا ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکه شوې او دوښمن ته درانه تلفات اوښتي دي.
د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او همداراز ولسي پاڅونونو پر مهال د درې صوف بالا ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو مرستیال ولسوال امیر شهیدالله، د طالبانو مخکښ قوماندان مولوي شاه، د درې صوف پایین لپاره د ترهګرو مخکښ قوماندان کورګل اغا مشهور په پیکار او همدارنګه د درې صوف بالا ولسوالۍ لپاره د طالبانو یو ډلمشر حقاني وژل شوي دي.