د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ناټو له ستر ملکي استازي سره وکتل

jamil-moi
Tue, Jun 29 2021 2:33 PM
6

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال تېر ماښام په افغانستان کې د ناټو له ستر ملکي استازي استفانو پونټه کورو سره وکتل. 
په دې کتنه کې د ناټو د هر اړخیزې همکارۍ او د یاد سازمان د مرستو پر دوام بحث وشو. 
د کورنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د دې سازمان له موثرو همکاریو مننه وکړه او د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د تقویت، د ظرفیتونو د لوړاوي او توانایي په برخو کې یې نقش او همکاري د پام وړ یاد کړ.
د دې کتنې په ترڅ کې ښاغلي استفانو پونټه کورو هم په بېلابېلو برخو کې لکه: ښوونه او روزنه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د تجهیزاتو او اسانتیاوو برابرولو او په ځانګړې توګه د ښځو د ظرفیت لوړونې په برخو د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل چې ناټو به له افغان ځواکونو سره ژمن پاتې شي.