د پکتیا امنیه قومندانۍ اړوند د څمکنیو ولسوالۍ بیدارو پولیسو ۹۱ بوتله الکولي مشروبات له دریو تنو سره یوځای نیولي دي
د روان لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۱۰مه نیټه؛ د پکتیا امنیه قومندانۍ اړوند د څمکنیو ولسوالۍ بیدارو پولیسو د کشفي راپورونو په اساس د راغه په سیمه کې په یو کور کې ۹۱ بوتله الکولي مشروبات، ۱۵۰ پوړی خام چرس، پینځه میله تفنګچې، ۴۰۰فیره بریټا مرمۍ، څلور دانې د کلاشینکوف شاجور، دری قبضې برچې او دوه حلقې لاسی بمونه د دریو تنو سره یوځای نیولي دي.
نیول شوو کسانو په لومړنیو مالوماتو کې په خپل جرم اعتراف کړی، چې تر بشپړو څیړنو وروسته به د نورو اجرااتو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.