په چهارکنت ولسوالۍ کې ګڼ کلي د ترهګرو له شتونه پاک شول
![۸](/sites/default/files/2021-06/204325391_2045530778918142_4556743415489062835_n_25.jpg)
تېره ورځ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو په همکارۍ د بلخ ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ګڼ کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک کړي دي.
پدې عملیاتو کې اویبولاق، پره برات، نواباد، ګیروبالا، ګیرو پایین، پاکبر، خانقاه، اب خانه او د خواجه سوري غر سیمې چاڼ شوې دي.
د دې عملیاتو په پایله کې ۵۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.