خوست کې یو موټربم کشف او شنډ شو

تېره شپه د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په سپین غورې سیمه کې یو عراده هینو ډوله موټر بم هدف ته له رسېدو وړاندې د ملي پولیسو لخوا کشف او خنثی شو.
د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی دی.
یاد کس په دې موټر کې درې ټنه چاودېدونکي توکې ځاي پر ځای کړي وو او غوښتل یې په خوست ښار کې چاودنه ورکړي.