کابل کې یو ترهګر ماین خښوونکی ونیول شو

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار په اتمه ناحیه کې یو ترهګر د مقناطیسي ماین د لېږدونې پر مهال نیولی دی.
له یاد کس څخه دوه کړۍ مقناطیسي ماینونه چې له موبایل سره نښلول شوي وو، ترلاسه شوي دي.
نیول شوي کس د لومړنیو څېړنو پر مهال خپل جرم منلی دی.
ترهګر غوښتل چې په ښاري بسونو کې د ماین د نښلولو په وسیله ملکي خلک په نښه کړي.