کونړ کې د یوه پاکستاني ترهګر په ګډون پینځه ترهګر ووژل شول
د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د یوه پاکستاني ترهګر په ګډون پینځه طالب ترهګر له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
په دې نښته کې د ترهګرو طالبانو د نظامي کمېسیون د مسوول او همدرانګه د سرې قطعې د قوماندان په ګډون څلور ترهګر ژور ټپیان شوي دي.
یادې ترهګرې ډلې غوښتل چې د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې ناامني رامنځته کړي، چې د پولیسو له جدي غبرګون سره مخ شوي دي.