د کورنیو چارو د نوماند او سرپرست وزیر په مشرۍ تامیناتي غونډه ترسره شوه

jamil-moi
Mon, Jun 21 2021 8:01 AM
6

تېره شپه د کورنیو چارو وزارت تامیناتي غونډه د کورنیو چارو د نوماند او سرپرست وزیر مل پاسوال عبدالستار میرزکوال په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت تامیناتي معین ریاض درمل او همدارنګه د مالي، تدارکاتو، لوژېستیک او اړونده برخو رییسانو هم ګډون درلود. 
د کورنیو چارو نوماند او سرپرست وزیر په سر کې د اکمالاتو او تامیناتو په برخو کې د مسوولینو ستونزې واورېدې او لارښوونه یې وکړه څو په ټولو ولایتونو کې د پولیسو اکمالاتي او تامیناتي ستونزو ته په بېړه رسېدنه وکړي.