لغمان کې د ترهګرو طالبانو مرګ ژوبله؛ ۶ ترهګر وژل شوي او ۳ ټپیان دي

hakimi-moi
Sat, Jun 19 2021 7:11 PM
۱

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي ځواک په ملاتړ د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار په اړوند سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. 
د دې عملیاتو په ترڅ کې د مهترلام ښار اړوند “تاجګړۍ او مریم” کلي هم د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي دي.