هارون الرشید شېرزاد د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په توګه تعیین او معرفي شو
د کورنیو چارو وزارت د وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، هارون الرشید شېرزاد د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په توګه ګومارل شوی او نن د کورنیو چارو د سرپرست وزیر له لوري د یاد وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په معرفي غونډه کې په سیاسي او ولسي چارو کې د ملي امنیت سلاکار مرستیال سرور احمدزي او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه هم حضور درلود.