کندهار او زابل کې څلورو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
Sat, Jun 12 2021 10:58 AM
۷

کندهار او زابل ولایتونو کې څلور ترهګر طالبان له ملي پولیسو سره د نښتې په پایله کې مړه او ټپيان شوي دي.
تېر ماښام کله چې یوه طالب ترهګر غوښتل د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د پولیسو پر یوې ګزمې برید وکړي، د پولیسو له غبرګون سره مخ شوی او په ترڅ کې یې یاد ترهګر وژل شوی دی.
همدارنګه؛ د ترهګرو طالبانو یوه ډله چې غوښتل یې د زابل ولایت د مرکز کلات ښار په څلورمه حوزه کې د ترورېستي پېښې په پار ماین ځای پر ځای کړي، له پولیسو سره نښتې او په ترڅ کې یې یو ترهګر وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.