د پولیسو بریا د خلکو له مستقیمې همکارۍ سره تړلې

jamil-moi
Wed, Jun 09 2021 4:50 PM
6

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له سیمه ییزو چارواکو سره د لیدنې سربېره؛ په څو جلا ناستو کې د علماوو شورا له غړو، ولسوالانو او د ولسي پراختیا له شورا  سره هم کتلي او د پولیسو د کړنو د ښه والي په پار یې بحث او خبرې وکړې. 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د پولیسو بریا د خلکو له سیده همکارۍ سره تړلې یاده کړه او ویې ویل، چې د امنیت د ټینګښت او د قانون د تنفیذ په برخو کې د قومي مشرانو، علماوو او ولسي شوراګانو همکاري اړینه ده او د کندهار د محلي ادارې له مشرتابه سره یې د مرستې او همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ. 
په همدې حال کې؛ د کندهار ولایت علماوو، ولسوالانو او د ولسي پراختیا شورا غړو هم د کورنیو چارو سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو به بشپړ ملاتړ کوي.