حیات الله حیات: د کندهار پولیسو په تجهیز، تمویل او تشکیل کې به ډېر ژر د پام وړ پرمختګ رامنځته شي

jamil-moi
Wed, Jun 09 2021 2:51 PM
9

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په نظامي شورا غونډه کې د دې ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په تړاو د شته لاسته راوړنو، پرمختګونو، ستونزو، ننګونو، اړتیاوو او راتلونکو پلانونو په اړه بحث او خبرې وکړې. 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست امنیتي مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د قانون د پلي کولو، د ترهګرو د ځپلو او د عامه امن او نظم د ټینګښت لپاره د خلکو د غوښتنو او لیدلوري سره سم خپل فعالیتونه پراخ کړي. 
ښاغلي حیات وویل چې مرکزي اداره د کندهار امنیتي وضعیت ته ځانګړې پاملرنه لري او ډېر ژر به د امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د ملي پولیسو د تجهیز، تمویل او تشکیل کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.