د ښځینه پولیسو لپاره د تحصیلي فرصتونو رامنځته کول او همدارنګه د مصوونې کاري فضا تامینول د کورنیو چارو وزارت له لومړیتوبونو څخه دی

jamil-moi
Tue, Jun 08 2021 3:53 PM
6

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې د افغان ښځو شبکې له غړو سره وکتل.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د افغان ښځو شبکې د مدني ټولنې له غړو سره په کتنه کې وویل، چې تر دې مهاله زرګونه ښځې په داوطلب ډول د ښځینه پولیسو له لیکو سره یو ځای شوې او له خپلو وروڼو سره یو ځای د امنیت د ټینګښت او د قانون د تنفیذ په برخو کې کار کوي.
ښاغلي حیات زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د وزارت په نظامي او ملکي برخو کې د ښځو ګډون ته په درنه سترګه ګوري او ډاډ ورکوي، چې د ښځو لپاره د تحصیلي فرصتونو په رامنځته کولو او همداراز د مصوونې کاري فضا په تامینولو کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
په همدې حال کې؛ د افغان ښځو شبکې مدني ټولنې غړو په کورنیو چارو وزارت کې د ښځو لپاره له شته کاري او تحصیلي فرصتونو ستاینه وکړه او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې او همدارنګه ښځینه پولیسو ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنونکي شول.