کندهار کې شپږ تنه د ترهګریزو بریدونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
Sun, Jun 06 2021 9:43 PM
7

د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کندهار ښار د اومې، دولسمې او څوارلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې یو لړ کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې شپږ تنه د ترهګریزو بریدونو په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو په کندهار ښار کې د ماینونو په ځای پر ځایولو او همدارنګه ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.